ایکنانیوز د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ددغه وزارت د اداري او مالیې چارو مرستیال ډاکټر محمد نعیم وردک د افغانستان په چارو کې د چین له استازي یو شیاویونګ سره د کتنې په ترڅ کې ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت د متقابلو اړیکو پر بنسټ له ټولو هیوادونو سره تعامل ته ژمن دی. د چین استازي همدارنګه له افغانستان سره د متقابل درناوي په اساس د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي،د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د دغه وزارت د مالیې او ادارې چارو مرستیال ډاکټر محمد نعیم او د افغانستان د چارو لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترمنځ د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړل شوی دی.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي، په دغې غونډې کې پر دوه اړخیزو مسئلو او اړیکو سربیره، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د وروستۍ ترینګلتیا په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.
ویل کیږي چې ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او چین تاریخي اړیکو ته په اشارې سره دواړه هیوادونه د ډیرو مشترکاتو لرونکي ګاونډیان وبلل او د چین د ملاتړ ئې مننه هم وکړه، او و ې ویل چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د متقابلو اړیکو پر بنسټ له ټولو هیوادونو سره تعامل وکړي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره ونیسي.
هغه دا هم زیاته کړه چې پاکستان په تیرو څلورو کلونو کې د افغان حکومت صبر ازمویلی دی، تر دې چې افغان حکومت ځواب ورکولو ته اړ نه شو. د هغه په وینا، د افغان حکومت ثابت دریځ دا دی چې د ستونزو حل په خبرو اترو او تفاهم کې دی.
په ورته وخت کې، د چین استازي یو شیاویونګ هم وویل چې چین هیله لري له افغانستان سره اوږدمهاله او متقابل احترام لرونکي اړیکې پیاوړې کړي او د دغه هیواد ملي حاکمیت او ارزښتونو ته درناوی وکړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې چین د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ستونزو د حل هڅه کوي او په دې برخه کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.
https://www.avapress.com/fa/news/332973